تېره یوه اوونۍ کې د جدي له ۱۲مې تر ۱۸مې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۷۹۹۹ مټریک ټنه انتقالات شوي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن (یکشنبه، جدي ۲۱) ویلي، د حیرتان بندر له لارې ۱۰۶زره او ۹۸۴ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۷زره او ۷۸۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸زره او ۹۸۱ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۲۴ زره او ۲۵۴ ټنه انتقالات شوي چې نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي.
هغه ویلي، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ۱۲۶ ټنه صادرات دي چې لويه برخه یې وچه میوه جوړوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سوداگرو ته اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس زیاتوي چې هرڅومره د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.