Asset 1SWN

د ناټو چارواکی: اوکراین به روسیه کې د برید لپاره  پوځي دلیل ولري

6388b618b4290800185cbae5

د ناټو سازمان یوه چارواکي ویلي چې اوکراین به روسیه کې د ژورو بریدونو لپاره د لوېدیځو وسلو د کارولو لپاره پوځي دلیل ولري.

پراک کې د ناټو سازمان پوځي کمېټې یوه لوړپوړي پوځي چارواکي راب باېر په یوې غونډه کې ویلي، وسله‌واله جګړه کې یو ملت د دې حق لري چې له ځان دفاع وکړي او دا یوازې تر پولو نه‌محدودېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دې غونډې ته همداراز وویل، هغه هېوادونه چې وسلې ورکوي، د دې اجازه لري چې د وسلو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.

هغه وویل: «له پوځي اړخه تاسو دا بریدونه کوئ، څو هغه دښمن چې غواړي پر تاسو برید وکړي، تاسو یې، په دې بریدونو کمزوری کوی، نه یوازې دا چې تاسو له هغو غشو سره وجنګېږئ چې ستاسو پر لور راځي، بلکې له غشې وېشتونکي سره هم باید جګړه وکړئ.»

د نوموړي په وینا، دا ښه دلیل دی چې خپل دښمن کمزوری کړی. «د دوی لیکې کمزورې کړئ او لوجیستیک کمزوری کړې او هغه څه چې جبهې ته راځي.»

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په وار وار له خپلو لوېدیځو پلویانو غوښتنه کړې چې د روسیې په خاوره کې دننه د لوېدیځو لرې واټن وېشتونکې وسلې وکاروي، څو روسیه کمزورې کړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا پوتین څو ورځې وړاندې ناټو او لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، که اوکراین ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو اجازه ورکړي، دا به له ناټو سره د جګړې د پیل په مانا وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام