نن د کب ۲۷مه د خبریالانو له ملي ورځ سره سمون لري. په کابل کې د افغان ښځینه خبریالانو ټولنې دا ورځ د خبریالانو، رسنیو فعالانو او د رسنیو ملاتړکوونکو بنسټونو په ګډون د یوې یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
په دې نمانځغونډه کې یوشمېر خبریالان اقتصادي ستونزې او معلوماتو ته د نه لاسرسي محدودیتونه د خپل کار د دوام لپاره تر ټولو مهم خنډونه وبلل.
خبریالې ثنا چې خپله دنده یې، له لاسه ورکړې، سلاموطندار ته وویل: «حتا اطلاعاتو ته لاسرسي برخه کې موږ ستونزې لرو، پر وخت معلومات نهشرېکېږي، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو سره، له مسوولانو غواړو چې په رښتېني توګه موږ خبریالانو سره چارواکي همکاري وکړي.»
هلال مومند، چې په دې وروستیو کې یې خپله دنده له لاسه ورکړې، سلام وطندار ته وویل: «ډېری خبریالان وزګاره شوي او د کارکولو زمینه ورته برابره شي او ښځو خبریالانو ته هم د کار زمینه برابره شي، غوښتنې دا دي چې ستونزې په پام کې ونیول شي او کاري فرصتونو ته پام وشي.»
دا خبریالان غواړي چې کاري فرصتونه رامنځته شي او په ټولنه کې د رسنیو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ملاتړ وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رسنیو ملاتړي بنسټونه بیا په رسنیو کې د اقتصادي ننګونو د زیاتېدو او معلوماتو ته د لاسرسي حق باندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې وضعیت دوام به رسنیز وضیعت نور هم خراب کړي.
د ښځینه خبریالانو د بنسټ مشره، مشهوده سرور وویل: «اقتصادي ستونزې په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. باید ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شي.»
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته په لېږل شویو معلومات کې ویلي، په هېواد کې د رسنیو وضیعت ښه شوی دی.
د یاد وزارت ویاند خبیب غفران وویل: «که د رسنیو ستونزې اطلاعاتو ته پر لاسرسي او همغږۍ وي، نو رسېدنه مو کړې، اقتصادي ستونزې وي، نو د رسنیو مالي ملاتړ صندوق باندې کار روان دی، وروستیو کې د رسنیو وضعیت ښه شوی.»
که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کورنیو رسنیو کې د فعالو خبریالانو د شمېر په اړه معلومات نهدي خپرې کړي، خو وايي چې وزارت په بشپړه توګه د ټولو هغو مواردو ملاتړ کوي چې د رسنیو د فعال پاتې کیدو لپاره اساس برابروي.