Asset 1SWN

سلام وطندار

نریندرا موډي: هند او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ تاریخي تړون وروستی کړ

۰۰۰

د هند او اروپايي ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تاریخي هوکړه وروستۍ شوه چې د نړۍ د اقتصاد شاوخوا څلورمه برخه به تر پوښښ لاندې راولي.

د راپورونو پر اساس، د هند لومړي وزیر نریندرا موډي نن سه‌شنبه دلوې ۷ / جنوري ۲۷ وویل، اروپايي ټولنې سره یې د سوداګرۍ تړون وروستی کړ او دواړه لوري هڅه کوي د امریکا له بې‌ثباته اړیکو سره د مقابلې لپاره بدیلې لارې ومومي.

هغه زیاته کړه: «د نړۍ خلک دا تړون د ټولو تړونونو مور بولي. دا هوکړه به د هند د ۱.۴ میلیارد وګړو او په اروپا کې د میلیونونو خلکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي.»

مودي همداراز وویل، چې دغه تړون د نړۍ د ناخالص کورني تولید (GDP) ۲۵ سلنې او د نړیوالې سوداګرۍ د درېیمې برخې استازیتوب کوي.

ویل کیږي چې دغه تړون به هند ته لاره هواره کړي، څو خپل پراخ او تر ډېره خوندي بازار چې د نړۍ له سترو بازارونو څخه دی، د ۲۷ غړو لرونکې اروپايي ټولنې سره ازادې سوداګرۍ ته پرانیزي.

اروپايي ټولنه د هند تر ټولو ستر سوداګریز شریک بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تمه ده چې مودي او د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فن‌ډرلېین د سه‌شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند ـ اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې په ګډه د دې تړون اعلان وکړي او د هوکړې جزییات هم خپاره کړي.

د هند حکومت باخبره چارواکو رویټرز ته ویلي، د هند او اروپايي ټولنې د تړون رسمي لاسلیک به تر قانوني ارزونې وروسته ترسره شي چې تمه ده ۵ تر ۶ میاشتو وخت ونیسي.

د هندي سرچینې په خبره: «موږ تمه لرو چې دا تړون به تر یوه کال پورې عملي شي.»

د یادونې ده چې د هند او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۵ مالي کال تر مارچ پورې ۱۳۶.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

دې سره، نوې‌ډیلي له برتانیې، نیوزیلنډ او عمان سره هم هوکړې وروستي کړي.

د دغو پرله‌پسې تړونونو لړۍ د هند هڅې ښيي چې غواړي د امریکا پر وړاندې بدیلې لارې ومومي، ځکه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د ګرینلنډ د نیولو هڅه او پر اروپايي هېوادونو د تعرفو ګواښونه د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اوږدمهاله ائتلافونه له ازموینې سره مخ کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هندي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې او د هند او امریکا ترمنځ د سوداګریز تړون تېر کال د دواړو حکومتونو ترمنځ د اړیکو د ګډوډۍ له امله ناکام شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام