Asset 1SWN

سلام وطندار

د نغلو ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

لمریزه برښنا سروبي

د کابل د سروبي ولسوالۍ نغلو سيمه کې د ۱۸.۲ میلیون ډالرو په لګښت د هېواد په کچه د لمريزې برښنا تر ټولو لويه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر نن (سه‌شنبه، جدي ۱۶) په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه پروژه د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برښنا د توليد ظرفیت لري چې په فعالېدو سره به يې له ۲۳ زرو زياتو کورنيو ته برېښنا برابره شي.

هغه وویل، هېواد کې ورځ تر بلې صنعت مخ په پراختیا دی، خو د ناخوالو ځپلي هېواد ابادول اسانه چاره نه‌ده.

دی وايي: «هېواد کې د ۴۷ کلونو ناخوالې را پاتې دي چې د ناخوالو ځپلي هېواد ابادول اسانه چاره نه‌ده. بېلابېلو سکتورونو کې اوسنۍ روانې ابادۍ پرته له بهرني ملاتړ پلي کېږي.»

د برښنا شرکت مشر زیاته کړه چې د برښنا شبکې د پیاوړتیا لپاره یې ۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم وویل، افغانستان په پوره اندازه د اړتیا وړ برښنا توليد او واردات نه‌لري.

هغه وايي، هېود کې دامهال د کورونو لپاره له ۵ زره زياتې او صنعتي برخې ته بيا څه باندې ۱۰ زره مېګاواټه برښنا توليد سرچينو ته اړتيا ده.

د هغه په وینا، د برښنا شرکت په هڅو اوس له ۱۲۰۰ مېګاواټه د زياتې برښنا توليد پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

اخوا د امارتي شرکتونو مشر مولوي احمد جان بلال د نغلو ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برښنا ګټې اخیستو مراسمو ته وویل، هېواد کې د برښنا سکتور ګڼې پراختيايي پروژې تر کار لاندې دي.

هغه وايي، بېلابېلو ولايتونو کې د برښنا انرژۍ سکتور لويې پروژې پرانيستل شوي چې د چارو په بشپړاوي سره به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام