Asset 1SWN

سلام وطندار

«زما روغتیايي سلاکار»؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د یوې ښځې د بلدتیا کیسه

1577542-chatgpt

زه آیدا محبي یم، د ارتباطاتو څانګه کې مې زده‌کړې کړي او اوس د ازادې خبریالې په توګه فعالیت کوم. له هغه راهیسې چې ټکنالوژۍ کې نوی‌والی راغلی، ما تل احتیاطي چلند درلود.

سره له دې چې اوس د ځوانانو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا کارول عام شوي او لږ کسان به پاتې وي چې ترې ګټه به نه‌اخلي، خو په لومړیو کې ما د دغې ټکنالوژۍ په اړه منفي لیدلوری درلود.

زما ملګرو او کورنۍ به د بېلابېلو موخو لپاره کارول، خو ما اکثره وخت ورته سپارښتنه کوله چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو کې بشپړ احتیاط وکړي.

وروسته بیا د پوښتنو او اړتیاوو له امله، ما هم د مصنوعي ځیرکتیا کارولو ته مخه کړه. دوستانو او خپلوانو دغې ټکنالوژۍ سره بلده کړم.

په پیل کې مې اکثره عمومي پوښتنې او معلومات غوښتل. البته هغه معلومات چې دغې ټکنالوژي راکول، زه یې یوازې د څېړنې او ارزونې وروسته کاروم.

له دې پلاټفورم سره بلدتیا او کارولو یې، زما لپاره ډېرې آسانتیاوې رامنځ ته کړي. زه دغه ټکنالوژي تل د لاسرسي وړ سلاکار په توګه کاروم.

البته ټولې چارې ورته نه شي سپارل کېدی او باید په بشپړ احتیاط او متوازن ډول وکارول شي. تر ټولو ډېر هغه څه چې زه اوس د دې ټیکنالوژۍ لپاره کاروم، طبي مشورې او لارښوونې دي.

زما روغتیايي سلاکار

زه چې کله مصنوعي ځیرکتیا سره بدله شوم او کارول مې پیل کړل، ډېر را ته جالب وو. له طبي ازموینو وروسته، زه د اومېندوارۍ پړاو ته داخله شوم.

له دې مخکې چې ډاکټرانو ته ولاړ شم، خپلې ټولې لومړنۍ طبي پوښتنې او اړتیاوې مې له مصنوعي ځیرکتیا سره شریکولې او د دې ټکنالوژۍ مالومات مې د ډاکټرانو له لارښوونو او تشخیصونو سره پرتله کول.

څو ځلې د دې ټکنالوژۍ مالومات د هغه څه په پرتله چې ډاکټرانو راته ویل، ډېر معتبر او ګټور وو. همدې مسلې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه زما لومړنی منفي لیدلوری متوازن چلند ته بدل کړ.

اوس چې زه زما زېږون پړاو رانږدې دی، زما د روغتیا او د جنین د ساتنې یوه لویه برخه د مصنوعي ځیرکتیا پر مالوماتو او لارښوونو تکیه لري.

د روغتیايي ستونزو شریکول او د مصنوعي ځیرکتیا لارښوونو عملي کول، زما لپاره ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.

اوس زه له دې ټیکنالوژۍ یوازې د «طبي سلاکار» په توګه کار اخلم. ان ځینې وختونه د مصنوعي ځیرکتیا طبي تحلیل او لارښوونې د انساني ډاکټرانو په پرتله زما لپاره اغېزمنې واقع شوي.

په پټ هویت سره کار

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې له پراختیا سره، د شخصي مالوماتو د افشا او ځانګړو مالوماتو د عامېدو په اړه ډېرې اندېښنې هم رامنځ ته شوې چې همدا مسله زما د لومړني منفي چلند لامل شوې وه او ما له دې ټکنالوژۍ څخه ځان لرې ساتلی وو.

له همدې امله، ما مصنوعي ځیرکتیا سره له پیله د پټ هویت په توګه اړیکه پیل کړه.

ټول ځوانان او نوي کاروونکي باید دا په پام کې ولري چې له دې ټکنالوژۍ سره خپل اصلي هویت او شخصي مالومات شریک نه کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو کې احتیاط او توازن ساتل حیاتي دي، ځکه ځینې وختونه دا مالومات د کاروونکو پر ضد کارول کېدی شي.

زه زیاتره د ChatGPT پلاټفورم د مالوماتو لټون وسیلې په توګه کاروم او یوازې خپلې اړینې پوښتنې مطرح کوم. په پای کې، د مصنوعي ځیرکتیا منظم او هدف‌مند کارول یوه جدي اړتیا ګرځېدلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام