د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزميري ډيکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت نن سهشنبه دلوې ۵ / فبروري ۲۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې ښاغلي متقي دغو خبرو کې د پاکستان په بريدونو انديښنه ښوولې او ویلي، د تېرو څلورو کلونو په جريان کې د پاکستان له لوري په داسې بريدونو کې يوازې ملکي وګړي په نښه شوي.
دی وايي، په دغو بریدونو کې هېڅکله کوم وسلهوال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي چې دا د پاکستان له لوري په افغانستان تورونه بېبنسټه ثابتوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زياته کړه چې افغانستان کې وسلهوالې ډلې شتون نهلري او ټول اړخونه کولی شي چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د پاکستان هوايي بریدونو کې پر ملکي تلفاتو غمرازي ښکاره کړه.
هغې وویل، د پاکستان د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او ټولو اړخونو سره شریکه کړي.
همداراز دغو خبرو کې د دوحې ناستو، کاري ډلو او اړوندو نورو مسائلو په تړاو هم خبرې او وړانديزونه وشول او هيله څرګنده شوه چې د شته پرمختګونو سره سره به، ګډو هڅو ته دوام ورکول کيږي چې نور پرمختګ ته لار هواره کړي.