د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبیکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت مشر او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لا پياوړتيا او سیمهییزو مسایلو بحث شوی.
امیر خان متقي هیله ښوولې چې دوهاړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي او د دوهاړخیز تفاهم د زیاتوالي او د ځمکنیو حقایقو د درک په پیاوړتیا کې یې د څېړنیزو مرکزونو پر رول ټینګار کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ازبیکستان د ولسمشر مرستیال سلاکار هم ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر په پرتله د پاموړ زیاته شوې او هیله یې څرګنده کړه چې سږ کال به دا کچه لا زیاته شي.
دې کتنه کې د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شول چې په مرسته به یې شته همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.