Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي: ځینې کړۍ غواړي د افغانستان او تاجیکستان امنیتي همکاري زیانمنه کړي

G7JdE6JbgAExx-b

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د باور فضا رامنځته شوې، خو په وینا یې، ځینې کړۍ هڅه کوي، دغه مثبته فضا زیانمنه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه، لیندۍ یوولسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه‌ییزو ابتکاراتو په اړه هم خبرې کړې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خبرپاڼې له مخې، متقي د تاجیکستان خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښې او د چینايي وګړو مرګ‌ژوبله د غندنې او خواشینۍ وړ بللې او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

بل‌خوا د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین بیا د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ترڅنګ، ویلي چې هېواد یې، له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوي دی.

خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دواړو لوریو د سرحدي ځواکونو د منظمو تماسونو، د امنیتي همکاریو، د ګډو کمېټو او د تخنیکي ناستو پر دوام هوکړه وکړه، څو سیمه د زیات خپل‌منځي باور او ثبات شاهده وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام