د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او پاکستاني پلاوي د ګډو امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دوامداره خبرو او همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې یې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره رغنده، ژوره او ۹۰ دقیقې ناسته درلوده.
هغه ویلي چې دغه لیدنه کې د سیمهییز امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ او د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا بحث او خبرې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ده په وینا، دواړو خواوو د سیمهییز اړیکو د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو لپاره عملي اقدامات وپلټي.
همدارنګه دواړو لورو د ترهګرو ډلو شتون او پر سوداګرۍ او سیمهییزو همکارو یې د اغېزو او په ټوله کې پر اوسني امنیتي وضعیت هم نظرونه تبادله کړل او وې ویل، غیرقانوني فعالیتونو سره به مبارزه وکړي.