د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مالیزیا ځانګړي استازي سره لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، سرطان ۸مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم او ورسره مل پلاوي د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقی سره لیدلي.
ښاغلي متقي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته ډیپلوماټیکې، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې د پراخوالي په حال کې بللي او د تاریخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت او همکاریو مننه وکړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمهييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري.
نوموړي زياته کړه چې افغانستان لېواله دی د سویل ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د مالیزیا د هیئت غړو افغانستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان وضعیت يې مخ په وده وباله.
هغوی ویلي، د مالیزیا د لومړي وزیر انورابراهیم په ځانګړي هدایت يې د افغانستان دا سفر تنظیم کړی او هیله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه برابره شي.