Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي د قزاقستان استازي سره د همکاریو پر پياوړتيا خبرې کړي

G7pat42bYAAfJKP

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه بحث او خبرې کړي.

امیرخان متقي ویلي چې اسلامي امارت د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او په دې لړ کې، له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د پام وړ پر مختګ شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان رغنده دریځونه ستایلي او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به یې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې لا زیاتې همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې ثبات د ټولو ګډ مسوولیت دی چې د باور، ښه امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې ترلاسه کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام