Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي د عمان بهرنیو چارو وزیر سره د اړيکو په پراختیا خبرې کړي

G-FBnGrawAAphgx

د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د عمان سلطنت بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي سره ټيليفوني خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او عمان پر دوو اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاريو په پراختيا بحث او خبرې کړي.

امیر خان متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې دې وروستيو کې د پلاوو تبادله، ګڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مهمه بللې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښاغلي متقي خپل عماني سيال ته په مناسب وخت کې کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه يې سلا مشورې گټورې وبللې.

د عمان بهرنيو چارو وزير د‌ دوارو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه چې نږدې راتلونکې کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي کابل ته په مناسب وخت کې د سفر چمتووالي وښود او هيله يې څرگنده کړه چې د سفر پرمهال د دوو اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه گټورې خبرې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام