Asset 1SWN

متقي او عراقچي د افغان کډوالو او غزې کړکېچ په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

Gw2oeafW0AEetR-

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

امیرخان متقي په دې ټیلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او په وینا یې، له دغه هېواد ویستل‌کېدونکو افغانانو ته باید د ایستلو پرمهال درناوی وشي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسراییلو له‌خوا غزه کې د روانې جګړې او نسل‌وژنې د پای ته رسولو لپاره پر اغېزمنو هېوادونو هم غږ شوی چې یاده برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه، زمري پنځمه لیکلي: «اغېزناک اسلامي هېوادونه په دې تړاو خپل مسؤولیت ادا کړي او د غزې پر خلکو د اسراییلي رژیم له خوا تپل شوی د لوږې او نسل‌وژنې ډله‌ییز کړاو پای ته ورسوي. مولوي امیر خان متقي همداراز له ایران څخه د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ د اندېښنې وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اخراج پرمهال د تدریج او عزتمند اصلونو ته درناوی وشي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا په دې خبرو کې د ایران بهرنیوچارو وزیر ژمنه کړې چې له هېواده به یې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته پام وکړي او په وینا یې، داسې شرایط به رامنځته کړي چې د افغان کډوالو حقونه په‌کې ضایع نه‌شي.

عباس عراقچي همداراز د غزې په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیوچارو وزیرانو د ناستې د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو د غزې کړکېچ ته حل‌لاره ولټوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام