د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې عملي چارې له نږدې کتلې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ویزو ورکړې پر اسانولو، د اوسپنې پټلۍ لارې تمدید، افغانستان ته د نوري فایبر لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لېږدرالېږد خبرې اترې کړې دي.
د نوموړي په وینا، متقي او رشید مردوف ټینګار کړی چې د دواړو لوریو کارډلې به د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا په موخه په کابل او عشقاباد کې لیدنې کتنې زیاتوي.
یوشمېر اقتصادي شنونکي د ټاپي پروژې عملي پیل او په دې پروسه کې شوي پرمختګونه د افغانستان لپاره ګټور بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی امید قاسمزی وايي، د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا به نه یوازې د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې ولري، بلکې کولای شي د بهرنیو پانګهوالو باور هم را خپل کړي.
ټاپي د سیمې په کچه یوه ستره اقتصادي پروژه بلل کېږي او په عملي کېدو سره به یې افغانستان نه یوازې لازم ګاز ترلاسه کړي، بلکې د ګازو د لېږد له لارې به هر کال نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ حق هم ترلاسه کوي.
اقتصادي شنونکی عبدالظهور مدبر وايي، د ټاپي پروژه د دې پروژې د عملي کار د چټکتیا او اغېزمنتیا لپاره ښه مدیریت ته اړتیا لري. هغه زیاتوي: «په ټوله کې د افغانستان اقتصاد لپاره ګټوره ده. موږ ته به په ارزانه بیه ګاز را رسېږي او د ټرانزیټ ګټه به یې هم اخلو. که په ښه ډول مدیریت شي، د افغانستان پر اقتصاد مستقیم او مثبت اغېز لرلی شي.»
ټاپي پروژه ګډه سیمهييزه پروژه ده چې په پلي کېدو سره یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول کېږي. دا پروژه ټولټال ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۲۰۷ کیلومټره یې د ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومټره د افغانستان او ۸۲۶ کیلومټره یې هم د پاکستان له خاورې تېرېږي او د هند تر پولې پورې دوام کوي.