Asset 1SWN

سلام وطندار

د متقي او قطر شارژدافیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر وده بلل شوي

Gvp4WY9WIAAGX_R

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي سره لیدنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (شنبه، سرطان ۲۱) ویلي چې امیر خان متقي قطر سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې بللي او ګڼو سیمه‌ییزو او نړیوالو فورمونو کې یې د قطر د ملاتړي رول ستاینه وکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ډاکټر مردف القاشوطي هم پر د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر وده وبللې.

هغه څو اړخیزو فورمونو کې د افغانستان د بهرنیو اړیکو د لا پراختیا په برخه کې د خپل هېواد د مثبت رول لوبولو په اړه چمتووالی څرګند کړی دی.

قطر له هغو هېوادونو دی چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت سره نژدې اړیکې لري او تېرو څو کلونو کې یې د افغانستان د مسایلو حل کې منځګړی رول لوبولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام