د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه، سرطان ۲۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو فرصتونو، ترانزیټي پروژو او د سیاسي تفاهم پر زیاتوالي بحث کړی.
امیرخان متقي هیله څرګنده کړې چې د سیاسي او اقتصادي تعامل د لا پراختیا لپاره، له رامنځ ته شوو فرصتونو مثبته استفاده وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «قزاقستان له هغو هېوادونو دی چې له پیل راهیسې یې د افغانستان اړوند رغنده دریځ غوره کړی او اوس وخت را رسېدلی چې دا مثبت تعامل په پیاوړو او دوامدارو اوږدمهالو همکاریو بدل شي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او شراکت لا پراخه شي.»
د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر هم وویل، هېواد یې غواړي افغانستان سره سیاسي اړیکو، اقتصادي او علمي همکاریو ته پراختیا ورکړي.
هغه په ټینګار سره وویل چې قزاقستان غواړي په اوږد مهال کې د افغانستان په ثبات، ترانزټ د خوړو امنیت او په ټوله کي په هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.