د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر اېکسپاڼه ویلي چې دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سیمې وروستیو بدلونونو په اړه بحث او خبرې کړي.
سرګي لاوروف د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ستونزې باید د سیاسي ډیالوګ له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړې چي روسیه چمتو ده د کړکېچ د حل په برخه کې مرسته وکړي.