Asset 1SWN

سلام وطندار

د متقي او اسحاق‌ډار لیدنه؛ په سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې شوي

GuCSsPsXYAA9oHU

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار سره لیدنه کې په دوه اړخيزې سوداګرۍ او ټرانزيټ خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امير خان متقي د ترکیې استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره لیدلي.

دغه لیدنه کې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټیکو اړيکو د کچې له لوړېدو سره هيله څرګنده کړې چې دوو اړخيزو اړيکو کې عملي همکارۍ لا پراخې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه وکولی شي د افغان ټرانس د پراختيا په څېر سترو پروژو کې عملي پرمختګ وکړي.

همداراز دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ پر راتلونکې ناسته چې کابل کې به ترسره شي، خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته لاړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام