Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي او د ایران سفیر پر اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

HElSkEtXwAE7T3F

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي سره کتنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې متقي دغه لیدنه کې د امريکا او اسراییل له لوري د ايران پر خلاف برید او سيمه کې د جګړې پراختيا د ټولې سيمې په زيان بللې.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعيت په تړاو د ايران مثبت دريځ هم ستایلی او د اسلامي امارت اصولي دريځ يې بيان کړ چې د مانا لرونکو خبرو له لارې د‌ دواړو لوريو د معقولو غوښتنو د حل غوښتونکی دی.

د ايران سفير هم د امريکا او اسراییل له‌خوا د پيل کړې جګړې په تړاو د خپل هېواد دريځ او وروستی وضعيت شريک کړ.

هغه وويل، مشرتابه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی وضعيت له نږدې څاري او د سوله‌ييز حل غوښتونکی دی.

همدارنګه دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ په ځانګړې توګه سوداګري مثبت او مخ پر وده بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام