Asset 1SWN

سلام وطندار

د متقي او امریکایي پلاوي لیدنه؛ د مسایلو په حل ټینګار شوی

G18uI-sWEAAn3t1

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکي چې ښاغلي متقي دغه لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت تېره ورځ د امیر امیري په نوم یو امریکايي وګړی له بند څخه ازاد کړ او دا ښيي چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.

هغه وویل، یاد امریکايي وګړی دغه برخه کې د مثبت پرمختگ لپاره خوشې شو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امیر خان متقي د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندي د خلاصون د اسانچارۍ په برخه کې د قطر له رول څخه هم مننه وکړه.

د امریکا د ولسمشر استازي اډم بولر د دغه امريکايي وګړي د خلاصون له پرېکړې هرکلی کړی او دا يې ښه شېبه بللې.

هغه د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده وباله او هيله يې څرګنده کړه چې په پاتې مواردو هم خبرې دوام پيدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام