Asset 1SWN

سلام وطندار

د متقي او الشیباني ټیلیفوني خبرې؛ د سوریې او افغانستان پر اړیکو ټينګار شوی

Gf0YReBbEAAV8Y-

د بهرنیوچارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د سوریې بهرنیوچارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د منظمو ډيپلوماټیکو اړیکو ټینګولو غوښتنه کړې.

هغه ویلي: «امیرخان متقي اسدحسن الشیباني ته د سوریې بهرنیوچارو وزیر په توګه د ټاکلو له امله مبارکي ورکړې او د بریالي ماموریت لپاره یې هیله‌مندي ښودلې. ښاغلي متقي هیله‌ ښودلې چې سوریه او افغانستان وکولای شي، منظمې ډيپلوماټیکې اړیکې ولري او د سوریې بهرنیوچارو وزیر هیله‌مندي وښوده چې د دواړو هېوادونو اړیکې دې پراخې شي او دوه اړخیز پلاوي دې لیدنې ولري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوریې بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن شیباني د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او سوریې ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر ارزښت او د همغږۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، په نړیواله سطحه د سوریې او افغانستان د وضعیت ورته‌والي ته په پام، دواړه لوري د مشروعیت بحران د حل او د رسمیت‌پېژندو لپاره د لارې هوارولو لپاره بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو زیاتولو په هڅه کې دي.

سیاسي کارپوه جنت فهیم چکري وویل: «اسلامي امارت په دې هڅو سره د اقتصاد محور او متوازن بهرني سیاست په لټه کې دی. دا د افغانستان په ګټه دی او هیله ده چې افغانستان سره د ټولو هېوادونو ډيپلوماټیکې اړیکې پیاوړې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سوریې کې د بشار اسد دولت له نړېدو وروسته، دا د سوریې انتقالي حکومت سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لومړۍ خبرې‌اترې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام