Asset 1SWN

کامرون ته د متقي سفر؛ شنونکي: ا.ا دې کورني سیاست کې مثبت بدلون راولي

متقی-qbaukfpuj8h10ip3dretj8yvunhuomgmdci01wx3ew

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته تللی دی.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل وویل، امیرخان متقي به دغه ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د اسلامي هېوادونو له بهرنیو چارو وزيرانو سره دوه اړخيزې ناستې هم ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: « د بهرنیو چارو وزير، مولوي امير خان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه ناسته کې د ګډون په موخه د کاميرون جمهوريت پلازمېنې ياوندي ته په رسمي سفر روان شو. په پام کې ده چې د بهرنیو چارو وزیر به په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د روانې اګسټ میاشتې له ۲۹ تر ۳۰ ترسره کېږي، د ګډون تر څنګ د کوربه هيواد او د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هيوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.»

ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان سره له دې چې هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره، نړیوالو غونډو په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې د اسلامي امارت د چارواکو ګډون مهم بولي، خو وايي، نړیوالې ټولنې سره د غوره تعامل لپاره دې اسلامي امارت د ولس په غوښتنه خپلو داخلي سیاستونو کې بدلونونه رامنځ ته کړي.

د سیاسي مسایلو کارپوه جاوید مومند وویل: «دا سفرونه کولای شي چې افغانستان تعامل ته نږدې کړي، خو هېره دې نه‌وي، که موږ خپل کورني سیاست کې مثبت بدلون راولو او د خلکو رضایت ترلاسه کړو، بیا کولای شو چې د دې ناستو ډېر اغېزمنتیا ولرو.»

د چارو یوشمېر نور کارپوهان بیا وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېرو دریو کلونو کې نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا په موخه ډېرې هڅې کړي، خو بیا هم د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندو لامل نه دي شوي.

د سیاسي مسایلو کارپوه نجیب‌الرحمان شمال وویل، سرپرست حکومت باید د خپلو بهرنیو اړیکو ښه‌والي لپاره د نړیوالو مشروع غوښتنو ته چې له ملي او دیني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي، توجه وکړي.

هغه وویل: «امیرخان متقي تل له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د اړیکو پراختیا هڅه کړې، خو تېرو درېوو کلونو کې مو ولیدل چې له ټولو دې هڅو سره د سرپرست حکومت رسمیت‌پېژندنې لپاره زمینه برابره نه‌شوه‎، حتا اسلامي هېوادونه هم د اوسني حکومت سیاستونو، کړنو سره همغږي نه‌‌دي. هیله ده د سرپرست حکومت مسوولان، نړیوالو ته غوږ ونیسي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزارتو ۵۰مه غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کامرون هېواد پلازمینه کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام