Asset 1SWN

ماسک له ټرمپ د لګول شویو تعرفو د لرې‌کولو غوښتنه کړې

0_NCAA-Championships-Wrestling-25081862504539

امریکايي میلیارډر اېلن ماسک له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې د هېواد پروړاندې لګول شوې تعرفې لغوه کړي.

واشنګټن پوسټ له خپلو دوو باخبرو سرچینو راپور ورکړی چې ماسک په دې تړاو ټرمپ ته په شخصي توګه اعتراض کړی دی.

د بنسټیزو سیاستونو په تړاو د ټرمپ او ماسک ترمنځ اختلاف د دوو نږدې ملګرو تر ټولو ژور اختلافات ګڼل کېږي.

ماسک د ولسمشر ټرمپ په ټاکنیزو کمپاینونو کې څه باندې ۲۹۰ میلیونه ډالر ولګول او له جنورۍ راهیسې د امریکا په «DOGE» اداره د لګښتونو د کمښت مشري پر غاړه لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ماسک همداراز د متخصصو کډوالو لپاره د ځانګړو اېچ‌۱-بي ویزو او نورو موضوعاتو په تړاو هم د ټرمپ ډلې له غړیو سره د نظر اختلاف لري.

په ورته مهال اېلن ماسک روانه اوونۍ د سپینې ماڼۍ سوداګریز سلاکار پېټر ناوارو ته په خطاب کې ویلي: «له هاروارډ پوهنتون د اقتصاد دوکتورا لرل، نه یوازې ښه دی، بلکې بده هم کېدای شي.

ناوارو د ټرمپ له لوري د اعلان شویو تعرفو له جوړونکو دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام