د مونیخ غونډه چې تېره ورځ پیل شوې، ټاکل شوې سبا هم دوام وکړي.
د اروپا ټولنې او امریکا د اړیکو راتلونکی، د نړیوال نظم ننګونې، د سترو قدرتونو رول، جیوپولیتیکي سیالۍ، او همدارنګه د منځني ختیځ کړکېچونه د غونډې اساسي موضوعات دي.
د ناستې په لومړۍ ورځ ګډونوالو د نړیوال نظم د کمزوري کېدو خبرداری ورکړ او د هغه د بیا احیا لپاره یې د ګډ اقدام غوښتنه وکړه.
د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس د غونډې د پرانیستې پر مهال وویل چې نننۍ نړۍ تر ډېره د سترو قدرتونو د غوښتنو پر بنسټ رامنځته شوې ده.
هغه د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې امریکا په یوازې سر اقداماتو سره د خپل ځواک وروستي حد ته رسېدلې او ښايي د نړیوال رهبر په توګه خپل رول له لاسه ورکړی وي.
«د سترو قدرتونو د سیالۍ په پېر کې، ان متحده ایالات هم دومره ځواک نه لري چې یوازې عمل وکړي. ګرانو دوستانو! په ناټو کې غړیتوب یوازې د اروپا لپاره ګټه نه، بلکې د متحده ایالاتو لپاره هم ګټه لري. نو راځئ چې په ګډه د اتلانتیک دواړو غاړو ترمنځ باور بېرته ورغوو او تازه یې کړو.»
هممهاله د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د نړیوال امنیت په جوړښت کې د یوې پیاوړې او خپلواکې اروپا پر اړتیا ټینګار وکړ او د نړیوال نظم په تړاو یې د امریکا پر ځینو سیاستونو نیوکه وکړه.
د ناستې په دوهمه ورځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون درلاین او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم ګډون او وینا وکړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مارکو روبیو په خپلو خبرو کې د امریکا او اروپا ترمنځ د اتحاد پر ارزښت ټینګار وکړ.
«متحده ایالات او اروپا، موږ یو له بل سره تړلي یو. واشنګټن که اړتیا وي، یوازې اقدام کولو ته چمتو دی، خو غوره ګڼي چې له خپلو اروپايي متحدانو سره په ګډه د نړیوالو بېړنیو ننګونو پر وړاندې اقدام وکړي.»
هغه د نړیوالو بنسټونو د اصلاح او بیا رغونې غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې ملګرو ملتونو په عملي توګه د غزې جګړې په څېر بیړنیو شخړو کې اغېزناک رول نه دی لوبولی.
که څه هم د منځني ختیځ امنیتي اندېښنې د کنفرانس د بحثونو برخه ده، خو په عملي ډول له افغانستان او ایران څخه کوم استازی په دې غونډه کې نه دی ګډون کړی او نه هم بلل شوي.
کارپوهان باور لري چې په ورته نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازي ګډون کولی شي د نړیوالو اندېښنو په اړه د افغانستان دریځ روښانه کړي او د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د تعامل زمینه برابره کړي.
د مونیخ امنیتي غونډه کې ټاکل شوې چې د اصلي موضوعاتو تر څنګ، د اوکراین جګړې، د نړیوالو بنسټونو د اصلاح او بیا رغونې، او د اروپا د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په اړه هم تخصصي ناستې او پینلونه جوړ شي، څو د نړیوالو او سیمهییزو ګواښونو پر وړاندې عملي لارې چارې وڅېړل شي.