د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، علمایکرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي برادر نن (چهارشنبه، قوس ۲۶) د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ مراسمو کې ویلي، مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې ظهور وکړ، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.»
نوموړي د ټولنې فکري اصلاح، د غیراسلامي فرهنګونو د لهمنځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله.
ملا عبدالغني برادر ټینګار کړی چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.