Asset 1SWN

سلام وطندار

ملا عبدالغني برادر: زلزله کې د ویجاړو کورونو رغولو ته امکانات برابروو

G0omO42WAAAV3bb

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن جمعه د روان کال د سنبلې په ٢١مه د کونړ له زلزله ځپلو او د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره د ننګرهار او کونړ والیانو، د افغاني سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور او د پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس ملا نورالدین ترابي او يو شمېر نورو مسوولانو ملتیا کوي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال په دې ستر ناورین خپله خواشیني وښوده، په زلزله کې د شهیدانو روح ته یې دعا او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

عبدلغني برادر اخند د اسلامي امارت په استازیتوب په دې ستر غم کې ځان شریک وباله او ویې ویل، په تیرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د سختو زلزلو له امله هیوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.

هغه زیاته کړه، د امکاناتو د محدودیت باوجود اسلامي امارت پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عبدالغني برادر اخند د کونړ زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی.

د هغه په وینا، ټولو امارتي مسوولانو ته یې لارښوونه کړې چې مرستې را ټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو وویشي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

همداډول هغه د زلزلې له امله د زیانمنو سیمو د بیارغونې له پاره ترلاس لاندې اړینو پلانونو ته په اشارې سره وویل، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمېدو لپاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.

اقتصادي مرستیال له ټولو هغو هیوادونو، هیوادوالو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو دمننې ترڅنګ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه پایته ورسوي، څو  زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسیدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام