Asset 1SWN

سلام وطندار

مجاهد: د مسکوفارمټ ناسته د افغانستان او سیمې لپاره ښه پرمختګ و

Amir-Khan-Motaghi1-qv23mo9zbyv5iukej7dpmpn17g6ahe1sztp36t7gco

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه روسیه کې د یوشمېر هېوادونو د استازیو او د سرپرست حکومت د پلاوي په ګډون «جمعه، تلې ۱۳مه» جوړه شوه چې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو په‌کې بحث او خبرې وشوې.

د سرپرست حکومت د ویاند ذبېح الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې دغه غونډه د افغانستان او د سیمې د پرمختګ لپاره مهمه ناسته وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د مسکو فارمټ شپږمه غونډه کې د اسلامي امارت دریځ په ښه توګه وړاندې شوی او هیله لري چې دغه غونډه به د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد سلام وطندار ته وویل: «زما په اند د مسکوفارمټ ناسته د افغانستان او سیمې لپاره ښه پرمختګ و، دې ناسته کې د اسلامي امارت دریځ ښه وړاندې شوی او تصرېح شوی چې افغانستان ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. هغو هېوادونو چې دې فارمټ کې شتون درلود، پیام یې واورېد، هیله ده چې دغه ناسته راتلونکې کې ښې پایلې ولري او یو باور رامنځته شي.»

د مسکو فارمټ شپږمه غونډه کې پر اسلامي امارت د بندیزونو پر لرې‌کېدو ټینګار شوی او ویل شوي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره  اړیکې دې ټینګې شي او د هېوادونو تر فشار لاندې د ا.ا د راوستلو هڅه دې نه‌کېږي.

دغه غونډه کې یوشمېر هېوادونو یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو پر شتون اندېښنه ښوولې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ادعا کړې چې افغانستان کې ترهګریز ګواښونه شتون لري او په وینا یې، دغه حالت د سیمې هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د داعش ډلې مرکز چې د سیمې هېوادونه یې په اړه اندېښمن دي، د افغانستان له پولو بهر دي او دې چارې اسلامي امارت هم اندېښمن کړی دی.

په همدې حال د چارو یو شمېر کارپوهان وایي، د تېرو درېیو کلونو د غونډو تجربو ته په پام فکر نه‌کوي چې دغه غونډه به کومه ګټه ولري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وویل: «د روسیې بهرنیوچارو وزیر هم دې ته اشاره وکړه چې امریکا غواړي لا یې جوړ کړي، دا مسایل ښه دي چې دلته پرې بحث وشو، خو دا چې دا به افغانستان ته ګټه ورسوي، د لاوروف خبرې داسې وې چې افغانستان کې هر ډول روغه جوړه که امریکا په‌کې رول ولري، د بېلګې په توګه ټول‌ګډونه حکومت او حتا افغانستان کې د امریکا نقش دوی نه‌مني.»

ورته وخت کې د سیاسي چارو بل کارپوه محمد زلمي افغانیار پوپل هیله څرګندوي چې د مسکو فارمټ په څېر، د دغه ډول غونډو په جوړولو سره به له افغانستان سره د هېوادونو اړیکې ښې شي. «هیله ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان پر محور په اقتصادي او سیاسي ثبات او په خپلواکه توګه موږ سره تعامل وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په څه باندې درېیوو کلونو کې د افغانستان په اړه په سیمه او نړۍ کې ډیرې غونډې ترسره شوي؛خو دغو غونډو د افغانستان په وضعیت کې بدلون نه‌دی راوستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام