Asset 1SWN

سلام وطندار

مجاهد: هېڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف یا هغې ته په بده وګوري

zanan4

د سرپرست حکومت ویاند ذب-ېح‌الله م.جاهد د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې افغان مېرمنې په هېواد کې له رواني او فزیکي اړخه په خوندیتوب کې ژوند کوي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغان مېرمنو د عزت او حقوقو ساتنه د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې سرپرست حکومت د مېرمنو شرعي حقونو ته ځان مسوول بولي.

نوموړي لیکلي: «مېرمنې زموږ میندې، خوندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي. کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته معرفي کړي، ا.ا د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي. د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل، د ا.ا اولویت دی. نن سبا افغان مېرمنې له فزیکي او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي.»

د ا.ا د ویاند د یادې ورځې په اړه پر خپل اېکس‌پاڼه دا هم لیکلي چې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالي مخه نیول شوې ده.
هغه لیکلي: «د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني مېرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي، خو باید هېره نشي چې موږ د افغان مېرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري چې د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.»
د ښځو نړیواله ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د مېرمنو د فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته‌راوړنو د شریکولو لپاره نمانځل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نن شنبه، د مارچ اتمه د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمون لري. دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو شعارون نمانځنل کېږي چې سږکال، په «ټولو نجونو او مېرمنو لپاره، حقوق، برابري، ځواکمنتیا» شعار سره نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام