Asset 1SWN

مجاهد: داعش مات شوی او د تېښتې په حال کې دی

ARG-ارګ

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان د امپراطوریو هدیره بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان به هېڅ کله هم سره یوموټي نه‌شي.

ولسمشر جوبایډن دغه څرګندونې تېره ورځ د کینیا ولسمشر ویلیام روټو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په دې غونډه کې همداراز ویلي چې د داعش کنټرولولو لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې‌چارې هم شتون لري.

هغه ویلي: «افغانستان د امپراطوریو پر هدیرې پېژندل کېږي. د دې امکان نشته چې افغانستان دې څوک یوموټی کړي. دویمه دا چې پر داعش د څار لپاره د افغانستان له اشغالولو پرته نورې لارې هم شته.»

خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، داعش له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې دی.

هغه دا رد کړې چې ګواکې افغانان څوک نه‌شي «یوموټی» کولی.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د داعش په اړه اندېښنه بې‌ځایه ده. کله چې امریکایان دلته وو، داعش راپیدا شو او ځالې یې جوړې کړې، خپل عملیات او جنایتونه یې کول، کله چې امریکایان له افغانستانه ووتل، داعش هم مات شو او اوس هم د تېښتې په حال کې دی او اړتیا نشته چې د کوم هېواد له لوري تر څار لاندې ونیول شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغو لاروچارو په اړه چې ورڅخه په استفادې داعش کنټرولولی شي، جزییات نه دي ورکړي، خو د چارو کارپوهانو په اند، ښايي امریکا دې برخه کې د پاکستان له خاورې ګټه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام