Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه ووېشل شول

IMG-20251116-WA0027

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اتلس ولسوالیو کې يې ۳۰ روغتیايي مرکزونو پر ګرځنده واکسیناتورانو ۳۰ عرادې موټرسایکلونه وېشلې دي.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه نن يکشنبه، لړم، ۲۶مه، په يوه استول شوې خبرپانه کې راغلي چې ياد موټر سایکلونه د باران په نوم د يوې موسسې له لوري د پکتیکا په اتلسو ولسوالیو کې ۳۰ روغتیايي مرکزونو ته ويشل شوي چې ۱،۷ میلیونه افغانی لګښت پرې شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپانه کې د پکتيکا د عامې روغتیا ریاست رییس مولوي عبدالله جان حقمل له قوله ویل شوي چې هڅه کوي چې په ولایتي کچه روغتیايي مراکزو ته بشپړې اسانتیاوې برابرې کړي، څو خلک روغتیایي خدماتو ته په اساني لاسرسی ولري.

هغه ويلي چې د يادو موټرسایکلونو په وېش سره به ټولو لرې پرتو سیمو ته واکسیناتوران پر وخت رسېږي او ماشومان به واکسين کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام