Asset 1SWN

سلام وطندار

مور او ښوونکې؛ پر یوه مسیر دوه مسوولیتونه!

b3b499b6-3700-48a6-9c44-56445cb60739

سلام‌وطندار د هېواد په شپږو ولایتونو کې له ۱۸ هغو مېندو سره مرکه کړې چې ښوونکې دي او ډېرو یې، د منظم پلان له مخې، د دندې او د مور اړوند مسوولیتونو ترمنځ، تعادل رامنځته کړی دی.

د یادو مېرمنو له ډلې ۱۳ یې، وايي چې دواړو مسوولیتونو ته یې منظم پلان جوړ کړی او پاتې پنځه بیا وايي، د کورنۍ د نه ملاتړ له کبله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

له ۱۸ښځینه ښوونکو څخه ۶ یې، وایي چې د مور‌کېدو تجربه یې له زده‌کوونکو سره په چلند کې بدلون راوستی او هغوی یې لا مهربانه کړې دي. دا موندنه ښيي چې د مور رول یوازې شخصي ژوند نه، بلکې د تدریس کیفیت هم اغېزمنوي.

۳۵کلنه نجیبه سجادي د دایکندي اوسېدونکې او همالته ښوونکې ده. هغه وايي: «سمه ده چې کارونه ډېر دي، خو موږ خپل وخت منظموو، کارونه وېشو او کولی شو، د مور او ښوونکې دواړه مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړو. موږ هڅه کوو داسې کار وکړو چې نه د زده‌کوونکو لپاره ستونزه وي او نه د خپلو ماشومانو لپاره، دواړه خواوې راضي وساتو.»

۳۷کلنه بختاور دانشور هم د دایکندي اوسېدونکې ده. هغه وایي چې د منظم پلان او د کورنۍ په مرسته یې خپل کارونه سم مدیریت کړي دي: «زه مشخص پلان لرم، خپل کارونه منظم ترسره کوم. په کور کې د خپلو اولادونو په مرسته د کور کارونه پر وخت کوم او په ښوونځي کې د ښوونځي چارې پر مخ وړم. د خپل زیار، د وخت مدیریت او د اولادونو په مرسته مې د دواړو ترمنځ توازن برابر کړی دي.»

له ۱۸ مرکو شویو ښځو څخه شپږ یې، وایي چې د مور‌کېدو له امله له یې زده‌کوونکو سره چلند نرم او صبور شوی دی.

د پلخمري ښار یوه ښوونکې کامله امیري چې ۱۰ کاله د تدریس تجربه لري، وایي: «کله چې ستړې یم، لږ استراحت کوم او له کورنۍ سره خبرې کوم، هڅه کوم خپل ځان ارام وساتم. د کور تجربې راسره ډېره مرسته کړې چې له زده‌کوونکو سره مهربانه او صبوره واوسم، ځکه هغوی ته د خپلو اولادونو په سترګه ګورم او مینه ورسره لرم.»

خو ځینې ښځې بیا وایي چې د ښوونکې او مور دندو هم‌مهاله ترسره کول له ګڼو ستونزو سره مل وې. نجیلا محمدي او راضیه، د سرپل د دولتي ښوونځیو ښوونکې، خپلې تجربې داسې بیانوي: «زما تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې هم خپل زده‌کوونکي په سمه توګه وڅارم او هم خپلو ماشومانو ته رسېدنه وکړم. کله چې ښوونځي کې یم، فکر مې کور ته وي او کله چې کور کې یم، د ښوونځي کارونه رانه پاتې کېږي.»

راضیه وویل: «په عین وخت کې د دواړو مسؤلیتونو ترسره کول تر ټولو لویه ستونزه ده، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، ځکه وخت کم وي او امکانات نه وي. کله چې اولادونه کور کې پاتې وي، د هغوی په اړه اندېښنه وي او څوک نه وي چې ورسره پاتې شي.»

ځینې ښځینه ښوونکې وړاندیز کوي چې په ښوونځیو او کاري ځایونو کې دې ماشومانو لپاره د ماشومانو پالنې مرکزونه (کودکستانونه) جوړ شي، څو دوی له ذهني فشار پرته خپل تدریسي کار ته دوام ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


۵۵کلنه شکیله نظري بغلان کې ښوونکې ده او ۳۴کلنه حفیظه احمدي دایکنډي کې ښوونکې ده.

نظري وویل: «که داسې زمینه برابره شي نو ډېره ښه خبره ده، ځکه موږ کولای شو خپل ماشومان هلته وساتو او په آرام ذهن تدریس وکړو، هم کور ته ښه رسېدنه وکړو او هم خپل کار ښه پر مخ یوسو.»

احمدي وویل: «که داسې امکانات برابر شي نو زموږ پر ژوند به ډېر مثبت اغېز وکړي، موږ به له اندېښنو خلاص شو او په ښه تمرکز سره به خپل مسلکي کار ترسره کړو.»

د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منګل وایي چې ښځینه ښوونکې کولای شي د ښه پلان جوړونې او د لومړیتوبونو په ټاکلو سره د مور او ښوونکې ترمنځ توازن رامنځته کړي، خو کورنۍ او ټولنه باید همکاري وکړي.

هغې وویل: «هغه ښځې چې ښوونکې دي، کولای شي د سم پلان جوړونې، د لومړیتوبونو د ټاکلو او په کور کې د مسؤلیتونو د وېش له لارې د ښوونکې او مور د رول ترمنځ توازن رامنځته کړي. زموږ له کورنیو او ټولنې غوښتنه دا ده چې عملي همکاري او ملاتړ وکړي، لکه د کور په کارونو کې مرسته او د ماشومانو پالنه، څو د دې ښځو د بریا لپاره زمینه برابره شي.»

د ښوونیزو چارو کارپوه جمال‌الدین سلیماني په باور، هغه ښځې چې میندې وي، په ځانګړي ډول د لومړنیو ټولګیو زده‌کوونکو په تدریس کې ښه رول لوبولی شي، ځکه هغوی د ماشومانو رواني اړتیاوې ښه درک کوي.

«کله چې یو ښه ښوونکی وي، ښه زده‌کوونکي روزل کېږي، او همدا ښوونکی که مور هم وي، نو دا ځانګړنه لا پیاوړې کېږي. له همدې امله زیاتره وخت د لومړي، دویم او درېیم ټولګي زده‌کوونکي تجربه لرونکو ښوونکو ته سپارل کېږي، ځکه هغه ښځې چې میندې وي، کولای شي زده‌کوونکي ښه درک کړي، له رواني پلوه یې وڅېړي او په ښه کیفیت سره تدریس وکړي.»

اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي بیا وایي چې ښځې هغه وخت د دواړو مسووولیتونو ترمنځ ښه توازن ساتلی شي چې د ماشومانو د پالنې مرکزونه او مناسب معاشونه ورته برابر شي.

هغه وویل: «کله چې یو ښه ښوونکی وي، ښه زده‌کوونکي روزل کېږي، او که هماغه ښوونکی مور هم وي، نو دغه ځانګړنه لا پیاوړې کېږي. له همدې امله ډېری وخت د لومړي، دویم او درېیم ټولګي زده‌کوونکي تجربه لرونکو ښوونکو ته سپارل کېږي، ځکه هغه ښوونکې چې میندې هم وي، کولای شي زده‌کوونکي ښه درک کړي، له رواني اړخه یې وپېژني او په لا لوړ کیفیت سره تدریس وکړي.»

اروا‌پوه محمدالله بلوچ هم ټینګار کوي چې د مور او ښوونکې د رول ترمنځ د توازن لپاره ښځې ملاتړ ته اړتیا لري، څو وکولای شي په یو وخت کې خپل مسؤلیتونه په ذهني ارامتیا سره ترسره کړي.

هغه وویل: «د ارواپوهنې په نړۍ کې، په ځانګړي ډول د انسان د مغز د فیزیولوژۍ له مخې، انسان داسې جوړ شوی چې په یو وخت کې یوازې پر یوه کار بشپړ تمرکز کولای شي. کله چې یوه ښځه هم ښوونکې وي او هم مور، نو د تدریس پر مهال باید یو مرستندوی ولري تر څو د هغې له کوچني ماشوم څخه ساتنه وکړي او پالنه یې وکړي. دا کار د مور ذهن ته ارامي وربخښي او هغه ډاډ ترلاسه کوي چې ماشوم یې له کوم زیان سره نه مخ کېږي.»

په افغانستان کې د ښوونکې دنده له لږ معاش او د امکاناتو له کمښت سره مخ ده، خو سره له دې، ښځینه ښوونکې د سختو شرایطو باوجود د زده‌کوونکو روزنې او تعلیم ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام