مسکو امریکا او متحدینو ته یې، د روسیې او شماليکوریا د امنیت د ګواښلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه خبرداری د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف لهخوا ورکړل شوی دی.
لاوروف ټینګار کړی چې مسکو یوازې په هغو موضوعاتو کې د دواړو کوریاوو ترمنځ د خبرو د پرمختګ ملاتړ کوي چې شماليکوریا ته ارزښت لري.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د شماليکوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی و چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې پر ورځ پیونګیانګ ته رسېدلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخېدو په هدف کېږي، په داسې حال کې چې شماليکوریا لاهم د نړیوالې انزوا سره مخ دی.
سرګي لاوروف له دې وړاندې د اسهان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د مالیزیا په پلازمېنه کوالالامپور کې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.
د سوېليکوریا استخباراتي ادارې راپور ورکړی چې امکان دې ولري چې شماليکوریا روسیې ته د نورو ځواکونو د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي.
شماليکوریا تر دې وړاندې له ۱۰زرو څخه ډېر سرتیري د اوکراین پر ضد جګړه کې د ګډون لپاره روسیې ته استولي وو.
همداراز ویل شوي چې پیونګیانګ له روسیې سره هوکړه کړې چې ۶زره نظامي انجینیران او ساختماني کارکوونکي د کرسک سیمې د بیارغونې لپاره واستوي.