Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیه کې د متقي په ګډون د مسکو فارمټ ناسته پیل شوه

GZB5CAsXcAAU5Vi

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د «مسکو فارمټ اوومه ناسته» د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په رسمي ګډون پیل شوه.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، متقي د رسمي بلنې پربنسټ، په دې غونډه کې ګډون کړی دی. ټاکل شوې ده چې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت، د ثبات د ټینګښت پر لارو چارو، سیمه‌ییزو همکاریو، د مخدره موادو پر قاچاق او د ترهګرۍ پر ګواښونو بحث وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د متقي رسمي ګډون تایید کړی دی. د دې وزارت مرستیال ویاند، ضیااحمد تکل، وایي تمه ده چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان دریځ او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا موضوع په تفصیل سره څرګند کړي.

نوموړی وايي: «دا لومړی ځل دی چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي. ټاکل شوې ده چې ښاغلی متقي د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف وړاندې کړي.»

د روسي رسنیو د معلوماتو له مخې، د مسکو فارمټ د اوومې ناستې موخه دا ده چې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې هېوادونو ترمنځ همغږي او ګډ فهم رامنځته شي.

له دې غونډې یوه ورځ وړاندې د روسیې، ایران، چین او پاکستان استازو په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه جلا مشورتي ناسته هم کړې وه.

په دې ناسته کې ګډون‌والو هېوادونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د یوه باثباته، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له بهرني لاسوهنې او ترهګرۍ پاک وساتل شي.

سیاسي شنونکي وايي، د مسکو د ناستې پایلې کولای شي د افغانستان د اوسني حکومت او د سیمې هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او ګډو همکاریو اغېز ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اکرم عارفي، یو له دغو شنونکو څخه دی. هغه وايي: «په دې ناستو کې د سیمې هېوادونو سیاستونه د افغانستان په اړه همغږي کېږي او دا همغږي کولای شي د یو اړخیزو اقدامونو مخه ونیسي. اوس سیمه‌ییز هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د منفي سیالیو پر ځای باید د افغانستان په اړه ګډ دریځ ولري.»

بل‌خوا، سیاسي شنونکی، خلیل احمد نادم باور لري چې د متقي ګډون د افغانستان لپاره یو مثبت ګام دی.

هغه وویل: «د ښاغلي متقي حضور ځکه مهم دی چې د فارمټ د غړو هېوادونو پوښتنو ته ځواب ورکوي او د هغوی اندېښنې رفع کوي. د اقتصادي ودې، سیمه‌ییزو همکاریو او سیاسي تعامل په اړه بحث به د ټولو لپاره ګټور وي. مهمه دا ده چې ښاغلی متقي وکولای شي د هېوادونو قناعت ترلاسه کړي.»

د مسکو فارمټ اوومه ناسته په داسې حال کې کېږي چې روسیه د نړۍ په کچه لومړنی هېواد ګڼل کېږي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې اعلان یې کړی دی.

له بل‌خوا، د ملګروملتونو د امنیت شورا یوه اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، ته د هند او مسکو د سفر اجازه ورکړې وه.

کارپوهان وايي، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د رسمي ګډون دا ګام نه یوازې د افغانستان د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی، بلکې کولای شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ یو نوی پړاو پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام