Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د هاوان مرمۍ چاودنې ۵ زده‌کوونکو ته مرګژوبله اړولې

ناچاوده مرمۍ چاودنه

د میدان‌وردګ ځايي مسوولان وايي، تېره ورځ د چک ولسوالي «بلندې» سیمه کې د ناچاوده سرګلولې چاودنې له امله د یوه ښوونځي پنځو زده‌کوونکو ته مرګژوبله اوښتې.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، پېښه د زده‌کوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې په کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د پېښې ټپيان د چک ولسوالي او د میدان‌وردګ ولایتي روغتون ته لیږدول شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


جلالي د میدان‌وردګ له اوسېدونکو وغوښتل چې خپل ماشومان وهڅوي څو له ناچاوده توکو او تر ځمکې لاندې ماینونو شتون سیمو څخه لرې پاتې شي.

دا داسې مهال دی چې د میدان‌وردګ ولایت ولایتي ادارې تېره ورځ ویلي، د هېلو ټرست نړیوالې مؤسسې له لوري په سیداباد ولسوالي کې ۳۵ زره متره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاوده توکو له شتون څخه پاکه شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام