د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله څه باندې ۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بریدونه د غزې پر بېلابېلو سیمو شوي چې پرمهال یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون یادو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې دولتۍ رسنۍ دفتر خبر ورکړی چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال اسراییلي ځواکونو «وحشتناک جرمونه» کړي دي. په خبر کې ویل شوي چې اسراییلو یوه شپه او ورځ کې ۳۴ هوايي بریدونه کړي چې پهکې ۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بریدونو له امله د مړو شویو کسانو د شمېر لوړېدو په اړه هم اندېښنې څرګندې شوې دي.
د اسراییلو د بریدونو له امله سلګونه کورنۍ د غزې له سوېل څخه شمال ته بېځایه شوي او د سوېل ډېری سیمو کې اسراییلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دې سیمو ووځي.