غزه کې د اسراییلو د مرګونو بریدونو په لړ کې یوازې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال ۵۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له اکتوبر راهیسې تر دې مهاله غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۱۶۷۰۰ ماشومان مړه شوي دي. چارواکي وايي، دغه مړینه د وژل شویو څه باندې ۴۳زره کسانو دریمه برخه جوړوي چې د روغتیايي چارواکو له لوري تایید شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چارواکو په وینا، روانه جګړه کې شاوخوا ۲۰زره ماشومان ورک او یا هم بېسرپرسته شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییلو یوازې د روانې میاشتې پرمهال د غزې د کلابندۍ په ترڅ کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
غزه کې د روانې کلابندۍ پرمهال پر خلکو اوبه، روغتیايي او نور خدمتونه درېدلې دي.