Asset 1SWN

سلام وطندار

د غزې شمال کې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او ورک دي

AFP__20250112__36TJ4NC__v3__Preview__TopshotPalestinianIsraelConflict-1736747101

د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو د روانو بریدونو او کلابندۍ له امله شاوخوا ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ورک دي.

د الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، جنورۍ ۱۳مه راپور ورکړی چې د یادو بریدونو له امله څه باندې ۹۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه عملیات د تېرکال اکتوبر په لومړیو کې پیل شوي او لاهم روان دي.

د غزې حکومت مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه، جنورۍ ۱۲مه په یوې خبرپاڼه کې د اسراییلو بریدونه او کلابندي، د نسل‌وژنې، ویجاړیو او بې‌ځایه کېدو تر ټولو وحشتناکه بڼه وبلله چې له امله جګړه ځپلو سیمو کې سلګونه زره کسان اغېزمن کړي دي.

د غزې شمال کې د اسراییلو کلابندۍ پرمهال د کمال ادوان روغتون ویجاړ او روغتیايي پرسونل یې، شکنجه شوی دی. له دې سربېره دې سیمه کې اسراییلو دوو نورو روغتونونو ته هم خبرداری ورکړی چې له روغتونونه پرېږدي.

ګڼ‌شمېر ټپیان او ناروغان له کمال ادوان روغتونونو دغو روغتونونو ته وروړل شوي، خو هلته هم د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سربېره له دې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي میلیونونه کسان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام