Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په څه باندې ۴۳ ميليونه افغانۍ د دوو پروژو چارې پيل شوې

IMG-20241202-WA0001

خوست کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز کې د ۴۳ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه پروژې د خوست ښار اړوند شپږمه ناحيه کې پيل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال له قوله راغلي چې یادې پروژې د شپږمې ناحیې اړوند  نویو بارګینو او اداري کمپلیک مخې، ته پلې کېږي چې۴۳ نیم مېلیونه افغانۍ لګښت پرې کېږي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په يادو دوو پروژو کې ۱۹۰۰ متره سرک، ۲۶۰۰ متره لښتي او د ۵۴۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال جوړېدل شامل دي.

خبرپاڼه کې دا هم زياته شوې چې په یادو پروژو کې به ګڼو کسانو ته کاري فرصت رامنځته شي او د یادو پروژو چارې به تر منظم څار لاندې په ټاکلي وخت او معیار بشپړې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خوست ښار کې له دې وړاندې هم د ښاروالي او اړوند ادارو له لوري یوشمېر پروژې پلې شوې چې خلکو ته یې، ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام