د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په سطحه د ۴۲ زره او ۶۸۳ روږدو درملنه شوې.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل سلاموطندار ته وايي، په درملنه شویو کسانو کې ۹۵۷ ښځې شاملې دي.
هغه زیاتوي: «د مخدره توکو د روږدو د درملنې مرکزونو ترڅنګ، حمایوي مرکزونه هم شته چې روږدي له درملنې وروسته د حرفې زدهکړې لپاره دې مرکزونو ته لېږل کېږي؛ په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۲ زره ۶۸۳ روږدي درملنه شوي.»
د هغه په وینا، دامهال افغانستان کې د روږدو د درملنې ۶۷ ځانګړي مرکزونه فعال دي او نږدې ۳ زره صحي کارکوونکي په دې مرکزونو کې خدمات وړاندې کوي.
دې سره هممهاله، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر د ضد مبارزې ریاست مسوولان هم وايي چې د روږدو د راټولولو بهیر روان دی او د روان کال له پیل راهیسې ۲۱ زره روږدي کسان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته لېږل شوي.
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریاست ویاند علاممحمد مدني وايي: «له کابل او ټولو ولایتونو څخه ۲۱ زره روږدي راټول شوي چې له دې جملې څخه تر ۱۵ زره ډېر یې تر درملنې لاندې دي او له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې سره سره، یو شمېر روږدي چې تر درملنې لاندې دي وایي، تمه لري چې له رغېدو وروسته ورته د کار زمینه برابره شي.
ذبیحالله چې د غور اوسیدونکی دی او تېر کال یې د بېکارۍ او له ناسمو ملګرو سره د اړیکو له امله مخدره موادو ته مخه کړې وه وایي، د کاري زمینې برابرېدل کولی شي بیا ځلې په مخدره توکو د دوی د اخته کېدو مخه ونیسي.
هغه زیاتوي: «ډېری کسان کله چې د مخدره توکو له کارولو رغېدلي د بېکارۍ له امله یې بیا ورته مخه کړې او روږدي شوي؛ ځکه ورته هېڅ ډول تفریح او کار نه دی برابر شوی؛ هیله لرم چې وروسته له ترک څخه موږ ته د کار زمینه برابره شي.»
د پروان اوسېدونکی هارون چې شپږ کاله وړاندې په مخدره توکو روږدی شوی وايي:
«زه دوه ټایمه درمل خورم؛ ډاکټران زموږ سره غونډې کوي؛ د نشهيي توکو کارول ډېر خراب عمل دی چې انسان د کورنۍ او ټولنې په نظر کې بېاعتباره کوي.»
اسلامي امارت واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته، د روږدو راټولول او د هغوی د درملنې بهیر پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت له خوا د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې له ۱۰۰ زره څخه زیات روږدي راټول شوي او ورته د درملنې خدمات وړاندې شوي دي.