د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، جدي ۱۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه افغانان د پاکستان له بېلا بېلو سیمو نیول شوي وو او له یوې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مالوماتو له مخې، یاد افغانان د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست اړوند د سپینبولدک د لېږد امریت کې تر ثبت او مرستو تر لاسه کولو وروسته، خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې هم د اسلامي امارت اړوند ادارو د پاکستان له زندانونو د ګڼشمېر افغانانو د ازادېدو خبر ورکړی وو.
بلخوا د کډوالو چارو وزارت بیا دا نهدي ویلي چې د پاکستان په زندانونو کې لاهم څومره افغانان بندیان دي.؟