Asset 1SWN

افغانستان کې روان کال د سېلابونو له امله څه باندې ۱۶۰زره کسان اغېزمن شوي

An Afghan man cleans up his damaged home after the heavy flood in the Khushi district of Logar, Afghanistan, August 21, 2022. REUTERS/Stringer

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) چارواکي وايي چې د روان کال پرمهال افغانستان کې تر ۱۶۰زره ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او زرګونه کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې او یا له‌منځه تللي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند ضیاالدین صافي سلام‌وطندار ته وویل، یاد پروګرام له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو په هدف له ټولو هېوادونو سره مرسته کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «افغانستان نړۍ کې د اقلیمي بدلون اغېزمنو هېوادونو په ډله کې شپږم هېواد دی چې سېلابونه او وچکالي په‌کې زیاته شوې او روان کال تول ولایتونه له اقلیمي بدلون اغېزمن شوي. تراوسه، څه باندې ۱۶۰زره کسان له سېلابونو اغېزمن شوي او نږدې ۲۰زره کورونه او زرګونه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې. د خوړو نړیوال پروګرام له  زېربناو ملاتړ کوي، لکه برښنا بندونو او استنادي دیوالونو او کانالونو.»

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، له سېلاب‌ځپلو سره د یاد وزارت مرستې دوام لري، خو د دغو مرستو د دوام لپاره افغانستان د کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو همکارۍ ته اړتیا لري.

د یاد وزارت سرپرست نورالدین ترابي وايي: «زموږ مرستې دوام لري او تر خپله وسه به مرستې کوو؛ له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړو چې دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، څه نقدي یا غیرنقدي او خوراکي یا استنادي دیالونو دې رامنځته کړي چې جدي اړتیا ده.»

خو په یوشمېر ولایتونو کې د سږکال سېلابونو څخه زیانمن شوي کسان وايي، د سېلابونو منفي اغېزې يې لاهم ولایتونو کې پاتې دي. دوی زیاتوي چې دا مهال په نیمه ویجاړو کورونو کې ژوند کوي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هرات د چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکی سیدخلیل وايي: «کورونه ویجاړ شوي، تر ۷۰ اورونو ویجاړ شوي، ځینو ته نه دروازه ورپاتې او نه هم پنجره، خلک په هماغه وضعیت دي او هماغه کور کې ژوند کوي. خلک یې، د جوړولو توان نه‌لري.»

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې په هريرود، مرغاب او امو سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحې د لوړېدو په اړه خبرپاڼه خپره کړې او په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې يې د سیلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه چارواکو د یادو سيمو له اوسېدونکوغوښتې چې د سېلابونو له امله رامنځته کېدونکو خطرونو ته پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام