د غزې په بېلابېلو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله۱۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، ۷۳ کسان پرون جمعه، جنورۍ درېیمه او پنجشنبه هم د بریدونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی دی. اسراییلو د غزې شمال کې د دوو روغتونونو کارکوونکو ته امر کړی چې له یادو روغتونونو ووځي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییلي ځواکونو د غزې شمال کې د اندونیزیا روغتون کلابند کړی او د دې روغتون د ژر تر ژره خاليکېدو امر یې کړی دی. په دغه روغتون کې ډېری هغه ناروغان بستر دي چې د کمال اډوان روغتون له ورانېدو وروسته یاد روغتون ته لېږدول شوي دي.
اسراییلي ځواکونو څو ورځې وړاندې د کمال اډوان روغتون کارکوونکي ونیول او روغتون یې، وران کړ. همداراز اسراییلو العوده روغتون ته چې شاوخوا ۱۰۰ کسان پکې بستر دي، د خاليکېدو امر کړی دی.
له دې سربېره د بریدونو له امله زرګونه کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي او هغو ځایونو ته چې بېځایه شوي، وخت ناوخت د اسراییلو د هوايي ځواکونو له لوري پرې بریدونه کېږي.
ډېری بېځایه شوي په ښوونځیو او روغتونونو کې ځای پر ځای شوي دي.