د سعودي عربستان د حج وزارت مسوولان وايي چې سږکال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو دغه هېواد ته د حج مراسمو لپاره څه باندې ۱.۵ میلیونه بهرني وګړي ورغلي دي.
د یاد وزارت ویاند غسان النعیمي که څه هم د کورنیو زیارتکوونکو شمېر په ډاګه نهکړ، خو زیاته یې کړه چې سږکال له بهر څخه شاوخوا ۱.۵ میلیونه زیارتکوونکي د حج ادا کولو لپاره ورغلي.
تېرکال څه باندې ۱.۶ میلیونه حاجیان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو. یادو شمېرو ته په کتو تېرکال ته په پرتله سږکال د څه باندې ۱۶۰زره کسانو کمښت ښيي.
د راپورونو له مخې، ۲۰۱۲کال د حج مراسمو کې د ریکارډ کچې حاجیانو ګډون کړی و چې شمېر څه باندې ۳.۱۶ میلیونه حاجیانو ته رسېده.
په ورته مهال سږکال د تېرو کلونو په پرتله د تودوخې لوړې کچې د حاجیانو د حج مراسم ستونزمن کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، حاجیان دا مهال ۴۰ درجې ګرمۍ کې د حج مراسم ترسره کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د سعودي عربستان د روغتیا وزارت چارواکو د روانې اوونۍ په پیل کې حاجیانو ته د سیوریو رامنځته کولو لپاره زرګونه ونې کېنولې دي.
د سعودي د روغتیا وزیر فهد بن عبدالرحمن الجلاجل وویل چې د سیوري چمتوکولو او له تودوخې څخه د خلکو د ساتنې لپاره ۱۰۰۰۰ ونې کېښودل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه چاره د ګرمۍ د بېړني وضعیت مخنیوي لپاره د حکومت د پلان یوه برخه ده.
هغه داهم وویل چې د روغتون د بسترونو ظرفیت د پام وړ لوړ شوی او د مرستندویه او طبي کارمندانو شمیر درې برابره شوی دی.