د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب ریاست له لوري د دغه ولایت سلګونه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرام پيل شو.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل، دغه روزنیز پروګرام د لوګر د پوهنې ریاست د یوشمېر مسوولانو او کارکوونکو سربېره د ښوونځیو ۱۹۰۷ مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو ته پيل شو چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، دا روزنیز ورکشاپ چې په اوو پړاوونو کې د پوهنې وزارت د پوهنې یوې مرستندویې ادارې په همکارۍ ترتیب شوي دي، ګډونوال یې د کاري او مسلکي ظرفیت لوړاوي او هم په ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې کیفیت لوړولو روزنه ویني.
عرب وایي، له دې ورکشاپ بشپړیدو سره به د لوګر ولایت پوهنې بهیر لاپياوړی شي او ښوونکي به د پوهنې نصاب اړوند زده کوونکو ته په سمه توګه لیک لوست تدریس کړي.
لوګر کې یوه ښوونکي بسم الله سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې د پوهنې وزارت له لوري ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرام پيل شو.
نوموړی زیاته کړه، د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې به ښوونکي نوي درسي میتودونه زده کړې او د ښوونکو ترمنځ به تجربې هم شریکې شي.