Asset 1SWN

سلام وطندار

مجتبی خامنه‌يي: د وژل شویو ایرانیانو د وینې غچ اخلو

مجتبی خامنه‌يي

د ایران نوي مذهبي مشر سید مجتبی خامنه‌یي خپل لومړني پیغام کې ګاونډیو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په خپلو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې وتړي.

هغه دغه پیغام کې ویلي، ټول پوه شوي چې د سولې ټینګښت په اړه د امریکا ادعاوې له «دروغو» پرته بل څه نه دي.

د ایران نوي مذهبي مشر زیاته کړې چې ایران به د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو د وینې غچ واخلي.

سید مجتبی خامنه‌یي همداراز په دې پیغام کې ټینګار کړی چې په وروستیو بریدونو کې یوازې ځینې پوځي اډې په نښه شوي او د اړتیا په صورت کې به، دغه اقدام ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام