Asset 1SWN

محمد بن ‌سلمان: امریکا سره د یو ټریلیون ډالرو هوکړې وروستۍ کیږي

محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولي‌عهد شاهزاده محمد بن سلمان تېره ورځ (سه‌شنبه، ثور ۲۳) د امریکا – سعودي د پانګونې غونډې ته وویل، هېواد یې امریکا سره د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د هوکړو وروستي کولو په حال کې دی.

هغه ټینګار وکړ چې سعودي عربستان له تېرو ٩٢ کلونو راهیسې امریکا متحده ایالتونو سره اقتصادي اړیکې لري.

محمد بن سلمان زیاته کړه چې: «دامهال د ۶۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د شراکت په فرصتونو کار کوو چې له جملې څخه يې د څه باندې ٣٠٠ میلیارد ډالرو په ارزښت هوکړې دي او په همدغه غونډه کې اعلان شوې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه وویل چې راتلونکې کې به هم د دغو هوکړو د دویم پړاو بشپړولو او یو ټریلیون ډالرو ته د زياتولو لپاره هڅې وکړي.

د امریکا ولسمشر تېره ورځ سعودي عربستان ته ورسېد او ټاکل شوې نن متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام