د افغانستان لپاره د پاکستان او برتانیې ځانګړو استازو د سیمې پر امنیتي وضعیت، وروستیو بدلونونو او امنیتي ننګونو خبرې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن سهشنبه جدي ۳۰ / جنوري ۲۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې اسلاماباد کې یې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره لیدلي.
هغه ویلي چې د دواړو لورو خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول له پولو هاخوا په ترهګریزو بریدونو او بېړني ګواښ متمرکزې وې.
محمد صادق همدارنګه زیاته کړې چې دواړو لورو د ګډو اندېښنو د حل او د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا لپاره د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.