Asset 1SWN

محمد نعیم له نړیوالو غوښتي چې افغانستان ته د باور وړ شریک په سترګه وګوري

GrXjmprWsAAkPuG

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د اوزبیکستان ترمذ ښار کې د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ” تر نوم لاندې غونډه کې ګډون کړی.

د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې محمد نعیم دغه غونډه کې له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې افغانستان ته د باور وړ شریک په سترګه وګوري او د تلپاتې پراختیا، بنسټیزو زېرمو کې د پانګونې، ظرفیت جوړولو او د افغانانو د اقتصادي هوساینې په برخه کې همکاري وکړي.

هغه افغانستان د سیمې د اتصال، اقتصادي همکاریو او ثبات مهم شریک بللی او د دغې غونډې د کوربه‌توب له امله یې له اوزبیکستانه مننه کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ویلي: «مونږ ټوله سیمه کې د متوازنې پراختیا غوښتونکي یو او باور لرو چې خبرې، تفاهم او د باور رامنځ ته کول د هر ډول ګډ پرمختګ اساس شمېرل کیږي.»

د هغه په وینا، د اسلامي امارت بهرنی سیاست د اقتصادي، سیمه‌ییزو همکاریو او متقابل درناوي پر اصولو ولاړ دی.

ده ټینګار کړی چې افغان خاوره به هېڅ کله د بل پر ضد ونه کارول شي او له نورو هم بالمثله هیله لري.

محمد نعیم زیاته کړې چې اسلامي امارت چمتو دی له ټولو سیمه‌ییزو پروژو سره همکاري وکړي او له نړیوالې ټولنې یې د پانګونې او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام