سلاموطندار له ۲۲ ځوانانو چې ۱۵ یې هلکان او اووه یې، نجونې دي، د مرکو پرمهال موندل شوې چې موبایل د یادو ځوانانو پر اقتصادي موتور بدل شوی دی.
د یادو مرکو پایلې ښيي چې د ۲۲ ځوانانو له ډلې، ۱۴ یې، له موبایل عاید لري او اته نور یې، د پلان په جوړولو سره په نږدې راتلونکې کې له موبایل د ګټې ترلاسه کولو په حال کې دي.
د دغو ځوانانو له ډلې ۱۳ یې رسمي خبریالان، دوه یې یوټیوبران، درې یې ازاد شغل لري او څلور نور زدهکړیالان دي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې د ۲۲ځوانانو له ډلې، ۱۳یې، په موبایل ویډیو اخلي او نهه نور عکاسي کوي. د پروان اوسېدونکی ۲۸کلن ضیاالدین ضیا چې خبریال دی، وايي، اووه کاله کېږي چې په موبایل خبري عکسونه اخلي.
د موبایل له لارې عکاسي او تصویر اخیستنه په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ځوانانو او رسنیو تر منځ ځانګړې محبوبیت ترلاسه کړې ده. ګڼ ځوانان وایي چې موبایل نه یوازې د اړیکو وسیله ده، بلکې د هنر، مسلک او عوایدو د یوه نوي مسیر په توګه مطرح شوی دی.
هغه وویل: «شاوخوا اووه کاله کېږي د موبایل له لارې عکاسي کوي او هڅه کوي د تصویر اخیستنې په برخه کې لا مسلکي شي. د هغه په وینا، د موبایل عکاسي د خبریالۍ په کار کې مهمه مرسته کوي او د وخت ډېری اړتیاوې پوره کولای شي.»
همدارنګه ۲۶کلن زاهد همایون، وایي چې د موبایل عکاسي نن د خلکو او رسنیو ترمنځ دود شوې او ځانګړی ځای لري.
هغه زیاتوي: «په رسنیو او ژورنالیزم کې تصویر او وېډیو بنسټیز اهمیت لري. د موبایل له لارې تصویر اخیستنه ورځ تر بلې رواج مومي، ځکه اسانه ده او نه شو کولای ارزښت یې له پامه وغورځوو.»
ديجیتلي وسایل اوس د دې لامل شوي چې ځوانان د ورځني ژوند صحنې، ټولنیزې شيبې او ښکلاوې په چټکۍ ثبت او له خلکو سره شریکې کړي. دا کار د هغوی د هنري ودې ترڅنګ د عاید یوه سرچینه هم ګرځېدلی شي.
۲۵کلنه ګلالۍ غفاري چې څلور کاله کېږي د موبایل له لارې عکاسي کوي، وایي، د ژوند د شیبو ثبتول یې له ماشومتوبه خوښ وو.
نوموړې زیاتوي: «په کوچنیوالي کې مې ژورنالیزم ته ډېره لېوالتیا لرله او تل مې غوښتل شیبې ثبت کړم. په کوم رسمي بنسټ کې کار نه کوم؛ زما کار زیاتره شخصي او هنري دی. موخه مې یوازې د یادونو ثبت نه ده، بلکې غواړم د چاپېریال ښکلا له خلکو سره شریکه کړم او په مجازي فضا کې یې نندارې ته وړاندې کړم.»
طبیعت، انسان، ورځنی ژوند او ټولنیز بدلونونه هغه عامې سوژې دي چې ځوانان یې د موبایل په کمرې کې ثبتوي. د دوی په باور، تصویر هغه پیغامونه رسوي چې ځینې وخت بې له لیکلو هم د مخاطب سلګونه احساسات راپارولای شي.
۲۱کلنه اصفه نظري، د دايکندي اوسېدونکې او ۲۵کلن فايض اکبري، د پروان اوسېدونکې دی چې د موبایل عکاسي د خپل هنر د پیل ټکی بولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نظري وايي: «له هغه وخت چې موبایل مې په لاس کې راغی، عکاسي مې پیل کړه. غوښتل مې د طبیعت او ژوند ښکلي moments ثبت کړم.»
اکبري وايي: «زما هدف دا دی چې د عکس له لارې احساسات بیان کړم، د طبیعت ښکلاوې وښیم او کله ناکله ټولنیز پیغامونه هم انتقال کړم. هڅه کوم سادګي، مینه او هیله په خپلو عکسونو کې نندارې ته وړاندې کړم.»
د ټولنیزو شبکو پراخ استعمال د دې لامل شوی چې ځوانان خپل عکسونه او ویدیوګانې په هدفمن ډول خپرې کړي. زیاتې لیدنې، د تعقیبوونکو ډېرېدل او له دې لارې عاید ترلاسه کول، د موبایل عکاسي او ویډیو جوړونې ته نور هم وده ورکړې ده.
۲۴کلن محمدنظير دانش، د پروان اوسېدونکی دی، وايي چې اوس د اعلانونو ویدیوګانې جوړوي او ان هغه عکسونه پلوري چې په موبایل یې اخیستي وي.
نوموړی زیاتوي: «کله کله مې د عکسونو په پلورلو هم عاید ترلاسه کړی. یوه کمپنۍ راسره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې که زموږ د بروشور متن خپور کړې، پیسې درکوو. د همدې له لارې لږ تر لږه ۵۰۰ افغانۍ په یوه اعلان ترلاسه کوم.»
ځوانان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ټکنالوژۍ له رول هم یادونه کوي. د دوی په خبره، اوس هغه اپلېکیشنونه او وسایل چې د AI په مرسته کار کوي، د دې زمینه برابروي چې یو کس یوازې په موبایل خپل عکسونه، ویدیوګانې او رنګونه داسې تنظیم کړي، لکه یوه کوچنۍ ستودیو یا تولیدي مرکز چې ولري.
۳۷کالن علينقي شريعي د غزني اوسېدونکی دی او صبيحه عظيمي چې ۲۴ کلنه ده د کابل اوسېدونکې ده. دوی وايي چې د ویډیو او عکس د پرېکړې لپاره له بېلابېلو اپلیکېشنونو کار اخلي.
شریعي زیاتوي: «د ویډیو ایډیټ لپاره زیاتره له کاینماسټر او انشات ګټه اخلو او د عکس جوړولو لپاره اکسلر او فوټوشاپ کاروو.»
عظیمي وویل: «زه د عکسونو او ویدیوګانو د ایډیټ لپاره له انشات، کپکت او کاینماسټر څخه استفاده کوم.»
د هغو ځوانانو په وینا چې له دې لارې یې عاید ته لاره پیدا کړې، د موبایل له لارې کار کول نسبتاً اسانه، ارزانه او د لاسرسي وړ دي او هیله لري چې دا عایدات یې ثابت او نور هم ډېر شي.
پاریس کې افغان خبریال احمدنوید کاوش او ۲۷کلن امید عظیمي چې کابل کې یوټیوبر دی، وايي چې د موبایل ژورنالیزم د دوی لپاره د څو سوه ډالرو میاشتني عاید سرچینه ده.
کاوش وايي: د عکاسۍ له لارې مې ښه عاید پیدا کړ، ان داسې ورځې هم وې چې ۴۰۰ تر ۵۰۰ ډالرو پورې مې عاید درلود.»
عظیمي وايي: «فیسبوک مې د عاید لپاره فعال کړی او دوه میاشتې کېږي چې د فیسبوک له لارې په دوامداره توګه پیسې ترلاسه کوم.»
۳۰کلن بصير احمدي او ۲۶کلن عبدالهادي مدبر چې د پروان اوسېدونکی دی، وايي چې د موبایل په وسیله عکاسي او فلمبرداري ورته د عاید دروازې پرانستې دي.
احمدي وایي: «د منظم فعالیت له امله مې لایکونه او فالورونه زیات شول، او اوس د موبایل له لارې عکاسي او فلمبردارۍ په مرسته څو سوه ډالر عاید کوم.»
مدبر وايي: «ما رسنیو سره د تصویر اخیستنې په برخه کې کار کړی، او رسنیو مې مقابل کې معاش راکړی؛ له همدې لارې مې عاید ترلاسه کړی.»
په همدې حال کې د ژورنالیزم استادان وايي چې د موبایل له لارې عکاسي او ویډیويي تولید د خبریالۍ په ډګر کې لوی بدلون راوستی. د دوی په باور، موبایل کولی شي د ملي او نړیوالو رسنیو د فوتوژورنالیزم یوه لویه برخه تشکیل کړي.
د ژورنالیزم استاد، میرویس جهید باور لري چې د موبایل له لارې خبریالي د ازادو خبریالانو شمېر زیات کړی او د خبررسونې نوې لارې یې پرانیستي دي.
هغه وایي: «که څوک د موبایل له لارې عکسونه خپروي او له معتبرو رسنیو سره همکاري کوي، کولای شي ډېر اغېزمن وي. که د رسنیزو میتودونو په اړه پوهه ولري، نو کولی شي د فریلانس خبریال په توګه کار وکړي، قراردادونه ترلاسه کړي او آن عکسونه او ویډیوګانې وپلوري.»
د موبایل په وسیله کار او فعالیت یوازې د انفرادي هنر او رسنیز تولید په کچه محدود نهدی؛ بلکې د اقتصاد پر څرنګوالي هم اغېز لري. د اقتصادي چارو شنونکي باور لري چې د موبایل له لارې د ځوانانو عاید په بازار کې د پیسو د دوران لامل کېږي او د کوچنیو اقتصادي حرکتونو بنسټ جوړوي.
د اقتصادی چارو کارپوه، شاکر یعقوبي وایي چې د موبایل له لارې عاید پیدا کول په افغانستان کې یوه نوې اقتصادي پدیده ګرځېدلې ده.
هغه وايي: «نن د یو ساده موبایل له لارې د ځوانانو عاید لاسته راوړل په افغانستان کې یو نوښتګر اقتصادي جریان شوی. کله چې یو ځوان د انلاین اعلانونو، تفریحي محتوا یا نورو ویدیوګانو له لارې پیسې ګټي، دا پیسې یوازې د هغه په جیب کې نه پاتې کېږي، بلکې بېرته بازار ته داخلیږي. هغه انټرنټ اخلي، د موبایل وسایل پېرې، د تګ راتګ لګښت کوي او دا ټول مصارف د بازار د پیسو په حرکت کې مهم رول لري.»
د رسنیزو چارو ځینې کارپوهان عکاسي، فلمبرداري او د موبایل له لارې د محتوا تولید د ژورنالیزم د یوې برخې په توګه یادوي، خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي چې تر اوسه د هغو کسانو کره شمېر نه لري چې په فوتوژورنالیزم یا د موبایل ژورنالیزم کې فعال دي.
د دغو بنسټونو یوشمېر مسوولان د قانوني چوکاټ د نشتون له امله اندېښنه څرګندوي او وایي چې دا برخه لاهم منظم قانوني ملاتړ ته اړتیا لري.
د افغانستان د ملي خبریالانو د کور رییس سیدیاسین متین وايي: «په دې برخه کې کره احصائیه نهلرو، خو پلان لرو چې پرې کار وکړو. کار یې پیل شوی، خو بشپړ شوی نه دی. احتمال شته چې د ۱۴۰۴ کال تر پایه یې پای ته ورسوو او د یوې مطبوعاتي ناستې له لارې یې له خلکو سره شریک کړو.»
بلخوا د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې رییس حجتالله مجددي وايي چې د موبایلي محتوا د جوړوونکو لپاره د ځانګړي طرزالعمل جوړول کولی شي د دې نوې پدیدې د لا تنظیم او د تخطیو د کمېدو لامل شي.
د هغه په باور، که دا کار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ ترسره شي، د موبایل ژورنالیزم د کیفیت په لوړېدو او مسلکي کېدو کې مهم رول لوبولای شي.
مجددي وایي: «اتحادیه د دې بهیر د تنظیم لپاره څو مشخص وړاندیزونه لري: یو واضح طرزالعمل دې د موبایلي محتوا جوړوونکو د فعالیت لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ جوړ شي؛ د ځوانانو د پوهاوي لپاره دې تعلیمي پروګرامونه جوړ شي؛ که فعالیتونه یې دوامدار او مسلکي وي، هغوی دې هڅول شي چې رسمي ثبت او راجستر شي؛ او باید د تفریحي، ټولنیزو او ژورنالیستي محتواوو ترمنځ واضح تفکیک رامنځته شي ترڅو د کار لپاره مشخص چوکاټ جوړ شي.»
د موضوع په تړاو مو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم وغوښت، خو د راپور تر بشپړېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه کړ.